د هرات ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وايي چې په وروستیو ورځو کې له ایران د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ګړندی شوی دی. د شمېرو له مخې د ورځې شاوخوا دوه زره افغان کډوال د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنیږي. د کډوالو چارو ریاست د شمېرو له مخې یوازې روان کال کې کابو ۳۰۰ زره افغان کډوال د اسلام کلا له لارې له ایران هېواد ته راستانه شوي دي. په همدې حال کې له ایران راغلي ځينې کورنۍ پر پوله د ایراني پولیسو له بد چلنده شکایت کوي. دوی وايي هېواد ته له راتلو سره له حکومت د کار زمینې برابرولو غوښتنه کوي. له ایران ایستل شوې کورنۍ وايي چې پولیسو وهلي او ډبولي دي همداراز یې څو شپې ورځې وږي ساتلي دي.
































