د سربیا او کوسوو مشرانو د اقتصادي اړیکو د پیلولو لپاره یوه هوکړه لاسلیک کړه. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپیڼې ماڼۍ کې د سربیا له ولسمشر الکساندر وویچ او د کوسوو د صدراعظم عیادالله هوتي سره وکتل. ټرمپ وویل دواړو هیوادونو د اقتصادي اړیکو د عادي کېدو لپاره خپله ژمنتیا وښودله. اروپایي ټولنې د تېرو شاوخوا لسو کالونو راپدېخوا هڅه کوله چې د دواړو هېوادونو تر منځ سوله وکړي. کوسوو په ۲۰۰۸ کال کې د سربیا نه د خپلواکۍ اعلان وکړ خو سربیا تر اوسه په رسمیت نده پېژندلې. چین او روسیې هم تر اوسه د کوسوو خپلواکي په رسمیت نده پېژندلې خو د امریکا او اروپایي ټولنې د یو شمېر هېوادونو په ګډون د ملګرو ملتونو شاوخوا سلو هېوادونو د سربیا خپلواکي منلې ده.
































