تورخم دروازه نن له پاکستان د راتلونکو مسافرو پر مخ خلاصیږي. په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو وزارت استازي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د تورخم لار به یوازې یوه ورځ پرانیستي وي. ویل کیږي، هغه پاکستانیان به هم چې په افغانستان کې دي، د تورخم پر لار خپل هېواد ته د تېرېدو اجازه ولري. د تورخم لار د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره تړل شوې وه خو په وروستیو کې کله نا کله په موقت ډول د خلکو پر مخ خلاصیږي.
































