د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، که محسن داوړ تر نن پورې خوشې نشي نو سخت غبرګون به وښيي. منظور پښتین پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د پارلمان له یو غړي سره له داسې چلند معلومیږي چې په پاکستان کې د پښتنو وضعیت څنګه دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی محسن داوړ تېره ورځ داسې مهال د پاکستاني پولیسو له لوري ونیول شو، چې غوښتل په چمن کې له هغو کورنیو سره وګوري چې تر لوی اختر وړاندې یې امنیتي ځواکونو د کورنۍ غړي ور وژلي وو. د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر دغه کار د محسن داوړ د ښې ساتنې لپاره مهم بللی او زیاته کړې یې ده چې د نوموړي په خلاف تر اوسه کومه قضیه نه ثبت شوې.
































