په هندوستان کې په يوه ورځ د کرونا ٨٧ زره مثبتو پېښو په ثبتېدو سره نړيوال ريکارډ جوړ شو. له دې مخکې په يوه ورځ د کرونا د ډېرو پېښو ثبتېدو ريکارډ په امريکا کې و، هلته په يوه ورځ شاوخوا ٦٥زره کسان پر کرونا اخته شوي وو. د راپورونو له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په هندوستان کې څه باندې ٨٧ زره کسان پر کرونا اخته شوي او تر زرو زيات کسان مړه شوي دي. د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هندوستان کې درې ميليونه او ٩٠٠ زره کسان پر کرونا اخته شوي چې په نړۍ کې د ډېرو ناروغانو له مخې په درېيم مقام کې دى، دغلته څه باندې ٧٠زره کسان له کرونا مړه شوي دي. دغه راز سرچينې زياته کړې چې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٢٦ ميليونه او ٧٠٠زرو کسانو اوښتى دى.
































