کاناډا کې یو کس د ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي دي. د اوشاوا ښار پولیس چارواکو ویلي چې دا پېښه تېره شپه ټورنټو ښار ته نږدې رامنځته شوې ده. د دوی په خبره، یو وسله وال یو کور ته ننوتی او د کور پر غړو یې ډزې کړې دي چې په پایله کې یې دوه ماشومان، دوه ښځې او یو نارینه وژل شوي دي. د جورج تودوس په نامه یو پولیس افسر رسنیو ته ویلي چې وسله وال کس د یادې کورنۍ د غړو تر وژنې وروسته په خپله ځان هم ویشتی او وژل شوی دی. د پېښې انګېزه تر اوسه روښانه نه ده خو پولیسو ویلي چې دوی په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي.
































