د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په خیبر کې د پښتنو د سترې قومي جرگې پر بریالي جوړېدو خوښي ښودلې او په سیمه کې يې د ستونزو د هوارولو لپاره نیک او اغېزناک گام بللی. د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې نوموړی د دې قومي جرگې له پرېکړه لیک څخه خپل کلک ملاتړ اعلانوي. ښاغلي کرزي د جرگې د هغه غږ چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو لپاره وشو ستاینه او قدرداني کړې ده. نوموړي ویلي، جرگه یو ارزښتناک تاریخي دود دوی او د ستونزو د حل لپاره موثره لاره ده. کرزي ویلي، د خیبر په جرگه کې د ښځو د پراخ گډون او د زده کړو پر ارزښت د ټولو ټینګار دا ښيي چې په سیمه کې مېشت خلک د امن او متمدن ژوندانه غوښتونکي دي. هغه د سیمې د خلکو د حقونو د ترلاسه کولو او د دې جرگې د جوړولو لپاره د منظور پښتین د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو او ولسونو له گډون څخه مننه کړې ده.
































