د راپورونو له مخې، بنګله دېش کې په یو جومات کې چاودنې ۶۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. راپورونه کاږي چې په دې چاودنه کې ۱۱ کسان وژل شوي او پنځوس نور ټپیان دي. د بنګله دېشي رسنیو د راپورونو له مخې، دا چاودنه تېره شپه د ماخوستن د لمانځه پر مهال شوې ده. تر اوسه د یادې چاودنې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































