د لوګر د پوهنې رياست وياند شاپور عرب وايي، چې د پوهنې وزارت له خوا د لومړي ځل لپاره د دې ولایت ښوونکو ته د کوچینو پورونو د ورکړې صندوق پرانیستل شو. عرب وايي، چې د پوهنې وزارت د دې صندوق له لارې، اړمنو ښوونکو ته د وړو پورونو ورکولو لپاره څلور میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې چې په روان مالي کال کې به شاوخوا ۲۵۰ تنو مستحقو ښوونکو ته، هر ښوونکي ته د خدمت مودې په پام کې نیولو سره له ۱۲ زرو نیولې تر ۲۴ زره افغانۍ کوچني پورونه ورکړل شي.
































