د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل اونیز راپور کې په افغانستان کې د نس ناستې په پېښو کې د کموالي خبر ورکړی دی. په دغه راپور کې ویل شوي، په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په ۱۷۹ ولسوالیو کې ۳۲۲۸ کسان د نس ناستې په ناروغۍ اخته شوي، چې دا د تېرو اونیو په پرتله ۱۱،۷ سلنه کموالی ښيي. د دغه سازمان د معلوماتو لمخې، د دوو نجونو په ګډون تر پنځو کلونو کم عمره درې ماشومان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي. د راپور پر بنسټ، دغه مرګ ژوبله په بدخشان او پکتیکا ولایتونو کې ثبت شوې ده. د راپور په یوه برخه کې راغلي چې د نس ناستې تر ټولو لوړه کچه په پکتیا، نیمروز، لوګر او کابل ولایتونو کې وه.
































