د سرپل د پاسپورټ امریت په تېرو ۶ میاشتو کې د ۱۹ زره ۱۲۸ پاسپورټونو د وېش له درکه ۱۰۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند نقیب الله علمیار ویلي، چې د روان کال په تېرو ۶ میاشتو کې د دغه ولایت پراوسېدونکو ۱۹ زره ۱۲۸ ټوکه پاسپورټونه وېشل شوي، چې له درکه یې ۱۰۳ میلیونه ۵۰۰ زره افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي. نوموړي زیاته کړه، چې په تېرو وختونوکې د دغه ولایت اوسېدونکي د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره له ګڼو ستونزو سره مخ وو، چې اوس د حالت په ښه کېدو او د اسانتیاوو په رامنځته کېدو دغه ستونزې کمې شوي او خلک کولای شي له خدمتونو څخه په چټکۍ ګټه پورته کړي.
































