د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سربند د جوړولو چارې پیل شوې دي. دمسوولینو په خبره دغه سربند د کرنې او مالدارۍ وزارت له پراختیایي بودجې څخه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي. یاد سربند چې په جوړېدو به یې څه باندې ٨٠٠ هکتاره ځمکه خړوبه شي، تر راتلونکو پنځو میاشتو پورې به یې چارې بشپړې شي. د یاد ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي، په یاده پروژه کې د ٣٦ متره په اوږدوالي سربند، ٢١٠ متره، استنادي دېوال، ٧٤ متره کانال او دوه دروازې شامل دي، چې شاوخوا اته زره کسانو ته به یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګټه ورسېږي.
































