د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وایي، چې ټاکل شوې د افغان- قزاق نندارتون د روان کال د اکټوبر له ۱۹مې تر ۲۲مې د قزاقستان په الماتا ښار کې جوړ شي. د چارواکو په خبره په دغه نندارتون کې به د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست په مشرۍ یو پلاوی او ۲۵۰ سوداګر هم ګډون وکړي چې، تر ډېره به غالۍ، وچه مېوه، زعفران، ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې نندارې ته وړاندې شي. بلخوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د صادراتو کچه کمه ده او د دا ډول نندارتونونو جوړېدل د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري. دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ په کابل کې د امام ابوحنيفه درېيم ملي او نړیوال نندارتون جوړ شوی و، چې کورنيو او بهرنيو سوداګرو پهکې په ۷۰۰ غرفو کې خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړي وو.
































