د کانونو او پټرولیم وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت د سلاکار وحیدالله حلیمي په مشرۍ یو پلاوی، د کاني سرچینو د استخراج په غونډه کې او «د غوره راتلونکي لپاره د کاني همکارۍ د پراختیا» په نندارتون کې د ګډون لپاره چین ته تللی. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې، په دغه نندارتون کې به د څه باندې ۷۰ هېوادونو استازي ګډون وکړي.
































