د رییس الوزرا په مشرۍ د کابینې اتمه ناسته کې یوه پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د اقتصادي کمېټې د طرحې په پام کې نېولو سره دې هېواد ته د بېکیفیته تېلو وارداتو مخنیوي په تړاو هراړخیزه پلټنه ترسره او خپل وروستی راپور دې د کابینې راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي. د دې سربېره د کورنیو چارو وزارت په رهبرۍ یوه پلاوي د دې لپاره ګمارل شوی، چې هېواد ته د رکشو واردولو او په ښارونو کې د ګرځېدو اړوند یوه طرحه جوړه کړي او پایله یې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
































