د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، په دغه ولایت کې د ښځو له لوري انلاین سوداګري زیاته شوې ده. د هرات د مېرمنو سوداګرۍ او صنایعو خونې شمېرو پر بنسټ، په دغه ولایت کې نږدې ۳۰۰ مېرمنې د انلین سوداګرۍ په برخه کې کار کوي. د دې خونې د مسوولینو په خبره، هرات کې د مېرمنو انلین سوداګري مخ پر ودې روانه ده او دې برخې ته د مېرمنو لېوالتیا زیاته شوې ده. هرات کې د مېرمنو انلین سوداګري د ټولنیزو شبکو له لارې پر مخ وړل کېږي. ډیری مېرمنو او نجونو له زده کړو او کار څخه تر محرومېدو وروسته د سوداګرۍ دې بڼې ته مخه کړې ده.
































