د چاپیریال ساتنې ملي اداره وایي، خپلې څېړنې یې پیل کړي چې د مس عینک له کانه د استخراج بهیر، چاپیریال ته زیان و نه رسوي. د مسوولینو په وینا قراردادي شرکت باید ددغه کاڼ د استخراج چارې د نړیوالو معیارونو پر بنست ترسره کړي. بل پلو، د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو ډاډ ورکوي چې د مس عینک کان د استخراج بهیر به په معیاري ډول ترسره شي او تر هغې وروسته د مسو د ویلي کولو او پروسس بهیر هم ترسره کیږي. د ام سي سي شرکت تخنیکي مرستیال وايي، هڅه کیږي د مس عینک په استخراج سره د افغانستان د اقتصادي پرمختګ، د عوایدو د زیاتېدو او د خلکو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره شي. د مس عینک د کان قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره د چین له ام سي سي شرکت سره لاسلیک شوی و او اټکل شوی و، چې د لوګر د مس عینک په کان کې څه باندې ۱۱میلیون ټنه مس شته.
































