د روغتیا نړیوال سازمان وايي د کورونا ویروس واکسین ښايي د ۲۰۲۱ کال په نیمايي کې پر نړیوالو ووېشل شي. د روغتیا نړیوال سازمان وایي دمګړی په ګڼو ځایونو کې د کرونا ویروس ضد واکسین پر جوړولو کار روان دی او هغه واکسین به په پراخه پیمانه تولید شي، چې په ټولو مراحلو کې یې ازموینه بریالۍ وي. په نړۍ کې د کورونا ویروس له خپرېدو د کابو لسو میاشتو په تېرېدو سره، د دغه ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۷ مېلیونو ته نږدې شوی دی. د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې به په عادلانه توګه کرونا ضد واکسین وویشي، خو تر ټولو لومړی پر روغتیايي کارکوونکو ويشل کېږي. تر اوسه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې تر اووه زره پورې روغتیايي کارکوونکي له کرونا سره د مبارزې پر مهال مړه شوي دي.
































