ښايي ټرمپ تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې د کرونا ویروس ضد واکسین و نه وېشي. د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماند جوبایډن مرستیالې کامېلا هارېس ویلي ددې احتمال شته چې واکسین ډېر ژر په امریکا کې جوړ شي، خو ټرمپ په لوی لاس ددغه واکسینو د وېشلو پروسه ځنډوي. هارېس وایي ددې تمه نشته چې ټرمپ دې تر ټاکنو مخکې په امریکا کې د کرونا ضد واکسینو وېش ته زړه ښه کړي. تر دې وړاندې ټرمپ هم ویلي وو چې تر اکتوبر وروسته به په امریکا کې د واکسینو وېش پیلوي. بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان بیا وایي چې د راتلونکي کال په نیمایي کې به د کرونا ضد واکسینو وېش پيل کړي.
































