د طالبانو نوی مذاکراتي ټیم له پوره صلاحیت او قوي موقف برخمن دی. د چارو شنونکي او د افغان سولې بهیر ته نږدې سرچینې وايي، د طالبانو په مذاکراتي ټیم کې نوي بدلونونه د پام وړ دي. دوی زیاتوي چې طالبانو نږدې ۶۵ سلنه مذاکراتي ټیم بدل کړی، ۱۳ تنه پکې د طالبانو د رهبرۍ شورا غړي دي او په دې توګه هڅه کوي د اختلافاتو مخه ونیسي او نوی ټیم به له خورا پیاوړي موقف په مذاکراتو کې ګډون کوي. د طالبانو پخوانی غړی او اوس د سولې د برخې فعال اکبر اغا بیا وایي چې د طالبانو د مذاکراتي ډلې نوی مشر له پوره صلاحیت برخمن دی.
وروسته له هغې چې طالبانو د بین الافغاني خبرو د پيل لپاره چمتووالی وښود، نو په لومړي ګام کې یې خپل نوی مذاکراتي ټیم اعلان کړ. د نوي مذاکراتي ټیم مشري شیخ عبدالحکیم کوي چې د طالبانو په لیکو کې له پوره نفوذ برخمن دی او د طالبانو د مخکیني مشر ملا اخترمحمد منصور له مړینې وروسته د دې احتمال ډېر و چې نوموړی دې د طالبانو عمومي مشر وټاکل شي. هغه له کلونو راهیسې په پاکستان کې دیني مدرسې لري، د اسلامي حکومت په اصولو پوهېږي، د طالبانو د مشر ملا هبت الله نږدې کس دی، له قوي استدلال برخمن دی او د طالبانو ټول اړخونه پوره باور ورباندې لري.
ویل کېږي چې د طالبانو د مذاکراتي ټیم د بدلولو موخې ډېرې دي. لومړی دا چې مذاکراتي ټیم باید تر پخوا با صلاحیته وي، نوی ټیم باید له دیني او مذهبي اړخه له قوي استدلال برخمن وي، پر نظام او راتلونکي حکومت د بحث پوره وړتیا ولري او د طالبانو په لیکو کې د اختلافاتو د مخنیوي سبب شي.
د چارو شنونکي هم پر دې باور دي چې د طالبانو له نوي پلاوي ښکاري چې دغه ډله به تر ډېره د خپلمنځي اختلافاتو مخه ونیسي. د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وایي، له څه مودې راهیسې د طالبانو په لیکو کې له امریکا سره د سولې پر سر اختلافات رامنځ ته شوي وو، چې ښايي نوی پلاوی د دغو اختلافاتو د ختمېدو سبب شي. د ده په خبره: ((بې له شکه په وروستیو څو میاشتو کې د طالبانو په مشرتابه کې اختلافات پیدا شوي او اوس به هم وي، خو یو محاسبه شوی لېست چې په وروستیو شېبو کې وړاندې شو، د دې ښکارندويي کوي چې طالبان غواړي له یوه قوي موقفه خبرو ته کېنې)).
بلخوا د شیخ عبدالحکیم په اړه ویل کېږي چې هغه د طالبانو په لیکو کې د دیني استدلالونو لپاره تر ټولو پیاوړی سړی دی او له امریکا سره د طالبانو د مخامخ مذاکراتو د پیلېدو فتوا هم ده ورکړه. د طالبانو پخوانی غړی سید اکبر اغا وایي، د ملا عبدالحکیم په مشرۍ نوی ټیم به پوره صلاحیت ولري او د سولې چارې به په ښه توګه پرمخ بوځي. د ده په خبره: ((مولوي عبدالحکیم یوه مستدلل سړی دی، هغه به د سولې خبرې په ښه توګه پر مخ یوسي، زه یې پېژنم، د ډېرو طالب مشرانو استاد تېر شوی دی)).
بلخوا طالبان هم وایي چې نوی ټیم به یې نه یوازې دا چې د بحث پر مهال به پوره صلاحیت ولري، بلکې له خورا پياوړي موقف به په خبرو کې ونډه واخلي. دغه راز له قطر څخه وروستي راپورونه وایي چې د طالبانو سیاسي څېرو په دوحه کې ناسته کړې او په دغه ناسته کې ډاکټر محمد نعیم وردګ او د مذاکراتي ټیم نوی مشر ملا عبدالحکیم رسماً پر دندو ګومارل شوي دي. طالبانو دغه راز په دې غونډه کې د سولې لپاره پر خپلو راتلونکو پلانونو او موخو هم خبرې کړې دي.
طالبانو داسې مهال د بین الافغاني مذاکراتو لپاره نوی پلاوی ټاکلی او مذاکراتو ته بشپړ چمتووالی ښيي چې لا هم د افغان چارواکو ترمنځ اختلافات موجود دي. تېره ورځ هم مسیر ورځپاڼې ته د چارو یو شمېر څارونکو ویلي وو چې دغه اختلافونه به د مذاکراتو پر مېز د افغان حکومت د دریځ د کمزوري کېدو او د طالبانو د پیاوړي کېدو سبب شي.
































