د قطر هېواد پلازمېنه دوحه کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې د افغانستان او قطر ترمنځ د هوایي پروازونو د پیل برخه کې هوکړه لاسلیک شوه. د دغې هوکړې له مخې به د افغانستان او قطر ترمنځ مستقیم پروازونه پیلېږې. دغه هوکړه د افغانستان د سرپرست حکومت له لوري د افغانستان د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت مرستیال عبدالسلام حیدري او د قطر هوایي ملکي چلند ادارې سرپرست محمدفالح الهاجري له لوري لاسلیک شوه. دې مراسمو کې د قطر د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزیر جاسم بن سیف السیلطي او دوحه کې د افغانستان سفیر ډاکټر محمد نعیم هم شتون درلود. د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې څو اسیایي هېوادونو افغانستان سره بیرته مستقیمې الوتنې پیل کړې، چې د هېوادوالو له هرکلي سره مخ شوې.
































