د لوګر مرکز پلعلم اړوند د کابل-لوګر لویې لارې په اوږدو کې د سیدحبیب الله کلا سیمه کې د دوو سراچه ډوله موټرو د ټکر له امله د دوو نارینه، يوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون څلور تنه مړه او درې تنه نور ټپيان دي، چې د یوه روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی. بلخوا په برکيبرک او محمدآغې ولسواليو کې هم په دوو بېلابېلو ترافیکي پېښو کې درې تنه ټپیان شوي دي. د لوګر د امنیې قوماندانۍ مسوولین د دغو ترافیکي پېښو لاملونه د ترافیکي قوانینو نه مراعتول او د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښیي.
































