د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې ادارې یا اوچا ویلي، چې اسټرالیا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱.۳ میلیونه ډالر مرسته کړې ده. اوچا ویلي، چې د دې مرستې پر مټ کولی شي زیانمنو کسانو ته په افغانستان کې مرسته و رسوي. اوچا تر دې مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې په راروان ژمي کې د اړینو مرستو لپاره ۶۰۳.۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
































