د شهید اوونۍ د درناوي د نمانځنې کمېسیون د دغو مراسمو ګډون کوونکو باندې غږ کړی دی چې په دې مراسمو کې دې د یاد کمیسیون له لوري وړاندې شوي قوانین په کلکه مراعات کړي. د کمیسیون په خبره، هیڅوک حق نه لري څو د خلکو رواني امنیت اخلال او عامه امن او نظم له منځه یوسي، له ملي امنیتي ځواکونو پرته نور هیڅوک حق نه لري چې له نظامي یونیفورم او وسلو سره وګرځي او په هوايي ډزو لاس پورې کړي. څوک د تورو ښيښو، بې اسنادو، بې پلېټه او غیرقانوني موټرونو د ګرځونې حق نه لري، د سرغړونې په صورت کې یې وسایط ضبطېږي او په بېلابېل ډوله رنګونو دې د موټرو له رنګولو په کلکه ډډه وشي. د مراسمو له ګډونوالو دغه راز غوښتنه شوې چې د کاروانونو په بڼه دې د سړکونو نظم له منځه نه وړي. دغه راز ملي امنیتي ځواکونو ته لارښوونه شوې، څو کوم کسان چې له پورته یاد شویو ټکو سرغړونه کوي او د عامه امن او نظم د اخلال لامل کېږي، پر وړاندې یې د قانون له مخې جدي چلند وکړي.
































