کندهار پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري زده کړیالانو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه د لیلیې جوړولو چارې شاوخوا ۹۰ سلنه بشپړې شوې او د پاتې چارو تر بشپړېدو وروسته به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کندهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال انجنیر اکرام الله ویلي، د لیلیې ټولې ساختماني او رغنیزې چارې پای ته رسېدلې. کندهار پوهنتون کې مېشت مسافر زده کړیالان وایي، لیلیه کې د اوسېدو ځای برابرېدو سره به یې تر ډېره د ځای ستونزه حل شي. د دوی په خبره، کندهار پوهنتون کې د ښکلا او زرغونتیا او د غوره درسي ماحول رامنځته کېدو چارې خورا چټکې شوې دي.
































