د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، دوی د دولت او طالبانو ترمنځ د پیلېدونکو خبرو په تړاو، په کابل کې د اروپایي ټولنې او کاناډا د ډیپلوماټیکو استازولیو د مشرانو د اعلامیې هرکلی کوي. نوموړي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې ویلي، دولت له طالبانو سره خبرو ته بشپړ چمتوالی لري او طالبانو ته په کار ده چې ځان تیار کړي څو بین الافغاني خبرې هر څه ژر پیل شي. نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې القاعده ډله لا هم د افغانستان او متحدینو لپاره یو ګواښ دی او په خبره یې، سیمه او نړیواله ټولنه باید له یادې ډلې سره د مبارزې برخه کې د افغان حکومت لاسنیوی وکړي. نوموړي د ملي دسترخوان پروګرام په اړه د ولسي جرګې غبرګون ته په اشارې ویلي، پارلمان د یاد پروګرام په اړه پوره معلومات نه لري او په خبره یې، ښه ده چې ولسي جرګه په دې اړه بشپړ معلومات حاصل او تر هغه وروسته غبرګون وښیي. نوموړي زیاته کړې، دا پروګرام د نړیوال بانک له لوري تمویلېږي او ورسره مخالفت له ملت سره د دښمنۍ په مانا دی.
































