پاکستان یو ځل بیا له افغانستان سره د ښو اړیکو پر لرلو ټینګار کړی دی. د پاکستان ولسمشر عارف علوي افغانستان ته خپل نوي ګومارل شوي سفیر منصور احمد خان ته سپارښتنه کړې چې د کابل او اسلام اباد د اړیکو پر لا پراختیا تمرکز وکړي. د علوي په وینا پاکستان په سیمه کې د یوه سوله ییز او امن افغانستان غوښتونکی دی او په دې هڅه کې دی چې ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پراخې او سوله ییزې شي. نوموړي دغه راز ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې د دواړو لورو په ګټه دي. د علوي په وینا په افغانستان کې د سولې راتګ د ټولې سیمې لپاره مهم دی او پاکستان هڅه کوي ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل شي او افغانستان ته دایمي سوله راشي.
































