د امریکا د کلیفورنیا په ځنګلي سیمه کې لا هم پراخه اورلګېدنه نه ده کنټرول شوې. کلیفورنیا یو له هغو سیمو ده چې هر کال پکې پراخې اورلګېدنې رامنځ ته کېږي خو د امریکا حکومت یې په کنټرول نه بریالی کېږي. دغه ایالت د خپل تاریخ تر ټولو ګرم اوړی تېروي او ډېری اورلګېدنې هم د هوا د ګرموالي له امله رامنځ ته کېږي. وروستۍ اورلګېدنه په یوه محفل کې د پټاکیو د کارونې له امله رامنځ ته شوې چې نږدې اووه زره جریبه ځنګل یې تر دې دمه د اور خوراک کړی دی. همدا راز په دې ایالت کې یوه بله اورلګېدنه هم له څو اونیو راهیسې فعاله ده، چې حکومت یې په کنټرول نه دی بریالی شوی. ویل کېږي چې دې اورلګېدنې تر دې دمه ۷۳ زره جریبه ساحه سوځولې ده. د هوا پېژندنې ادارې وايي چې د هوا ګرموالي ته په کتو په دغه ایالت کې د نورو اورلګېدنو د رامنځ ته کېدو احتمال هم شته دی.
































