د سرپرست حکومت اقتصادي معاونیت په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې سرپرست حکومت د سوداګرۍ د ودې په موخه د سوداګریزو بندرونو عصري کول او د زېربناوو پراختیا په خپلو کاري لومړیتوبونو کې نېولې ده. دوی زیاتوي، چې هېواد کې د صادراتو د پراختیا او د سیمې او نړۍ سره د اقتصادي اړیکو د ټینګښت لپاره اړتیا ده، د هېواد سوداګریز او ټرانزیټي بندرونه په نړۍوالو معیارونو برابره کړي. د خصوصي سکټور غړي هم وايي، چې د هېواد بنادرو کې اوس د اقتصادي فعالیتونو او صادراتو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی زیاتوي، چې د هېواد په سرحدي سوداګریزو بنادرو کې د تخنیکي، مسلکي او زیربنايي برخو کې، ستونزې شته چې دې چارې د هېواد د اقتصادي حرکت په وړاندې ستونزې رامنځته کړې دي. دوی له اړوندو ادارو څخه غوښتنه کوي، چې د دې ستونزې د حل لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.
































