د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل ټاکنیز سیال ته د احمق او حیوان خطاب کړی دی. د امریکا په ټاکنیزو سیالیو کې د ټرمپ د سیال جوبایډن مرستیالې په خپلو څرګندونو کې ویلي وو، چې ټرمپ به تر ټاکنو مخکې د کرونا ویروس ضد واکسینو د وېشلو امر ور نه کړي. دې مسئلې ټرمپ غوسه کړی دی او په خبره یې جوبایډن احمق او حیوان دی. دده په خبره دی تر ټولو ډېر غواړي چې د کرونا واکسین ژر تر ژره ووېشل شي او په دې توګه ددغه ویروس له امله په امریکا کې د مړینې کچه راټيټه شي. د ټرمپ په خبره هېڅ حیوان او احمق به داسې خبره و نه کړي لکه جوبایډن او مرستیالې یې چې کړې ده. د جوبایډن مرستیالې ویلي وو، چې ټرمپ له کرونا هم سیاسي استفاده کوي او غواړي ځان ته کمپایني زمینې برابرې کړي.
































