د دایکندي سیمه ییز مسوولین وایي، دغه ولایت کې سږکال د بادامو حاصلات څه د پاسه ٢٤ زره مټریک ټنو ته رسیږي چې د تېر کال پرتله ۱۸ سلنې زیاتوالی ښیي. بادام د دایکندي ولايت مهم زراعتي محصولات دي. د شمېرو پر بنسټ، په دایکندي کې څه باندې ۷۰ سلنې کورنۍ د بڼوالۍ، په ځانګړې توګه د بادامو د ونو په کرلو سره د خپلو کورنیو ورځني لګښتونه پوره کوي. خو کروندګر او سوداګر د بادامو د بيو ټیټوالي ته اندېښمن دي او وایي، یخه هوا او د اوبو نشتوالى هغه ننګونې دي چې، پر بڼوالۍ په ځانګړې توګه د بادامو په حاصلاتو يې منفي اغېز کړى دى. بادام، غوزان، مڼې، انګور، زردالو او شفتالو د ډایکنډي مهم او مشهور محصولات دي. خو بڼوال وايي، له ډایکنډي نورو ولایتونو ته د غرنیو او سختو لارو له امله نشي کولای خپل زراعتي محصولات په مناسبه بیه وپلوري.
































