د اقتصاد سرپرست وزیر په افغانستان کې له بېلابېلو سکټورونو سره د اروپايي ټولنې بشري او پراختیايي مرستې اغېزمنې بللې دي. اقتصاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست دا غوښتنه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازې ویرونیکا باسکوویچ پوهار سره په کتنه کې کړې ده. د خبرپاڼې له مخې، باسکوویچ په دې لیدنه کې په افغانستان کې د کرنې په برخه کې د بشري او پرمختیايي پروژو د ملاتړ لپاره د اروپايي ټولنې د ۱۰۰ ميلیونو ډالرو مرستې د تخصیص ژمنه کړې ده.
































