د میدان وردګو ولایت د مڼو یوشمېر بڼوال وايي، د پخوا په پرتله د مڼو حاصلات زیات شوي او د دغه ولایت د مڼو بڼوال د مڼو د کرکیلې، د تولیداتو، د مڼو د راشکولو او زیرمه کولو په اړه بشپړ پوهاوی لري. دوی وايي، خپلو میوو ته د مناسب بازار او د مڼو د زېرمه کولو لپاره معیاري سړې خونې نهلري. د جلرېز ولسوالۍ یوه بل بڼوال وايي، سرپرست حکومت ته پهکار ده چې د دغه ولایت په لاس راغلیو مېوو ته په کور دننه او بهر بازارموندنه وکړي. دوی وايي، اوس مهال په دغه ولایت کې یومن مڼې ۵۰ افغانۍ پلورل کیږي چې د بڼوال د بڼ لګښت هم نشي پوره کولی. بلخوا د میدانوردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر عیدمحمد ظاهري ويلي، د پخوا په پرتله د مڼو حاصلات سږ کال ۳۰ سلنه لوړ شوي دي او اټکل شوی چې سږ کال به د میدان وردګ ولایت له باغونو څخه ۱۵۰ زره مټریکه ټنه مڼې ترلاسه شي.
































