د اروزګان خاص ارزګان ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیايي خدمتونو او مجربو ښځینه او نارینه ډاکټرانو کمښت اندېښمن کړي دي. دوی وایي، خاص اروزګان یوه ګڼ مېشتې ولسوالۍ ده او له سرپرست حکومته غواړي چې دغې ولسوالۍ ته د پراخه روغتیایي خدمتونو زمینه برابره کړي. ورته مهال د اروزګان سیمه ییز مسوولین د خاص اروزګان ولسوالۍ د اوسېدونکو غوښتنو ته د رسېدنې ډاډ ورکوي. د خاص اروزګان اوسېدونکي دغه راز وایي، له مرکزه دغې ولسوالۍ ته غځېدلی سړک چې ډېره برخه یې ویجاړه ده، د تګ راتګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. تر دې وړاندې مسوولینو په مرکز ترینکوټ او ځینو ولسوالیو کې په تېرو درېیو کلونو کې د ۱۶ نویو روغتیایي مرکزونو د جوړېدو خبر ورکړی و.
































