د راپورونو له مخې طالبانو د ابشار ولسوالۍ پر یوه سیمه برید کړی او ځینې کسان یې هم برمته کړي دي. بلخوا د پنجشیر ولایت د ولایتي شورا غړو هم دغه خبر تایید کړی دی. ددغه ولایت د ولایتي شورا رییس عزام الدین مرضايي وایي چې وسله والو طالبانو نن تر غرمې مخکې د آبشار ولسوالۍ د غلغلې ښار نومې سیمه کې برید کړی دی. هغه دا هم تایید کړې چې طالبانو ځینې کسان له ځان سره برمته کړي دي خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي. په تېره ۱۹ کلنه جګړه کې پنجشیر تر ټولو امن ولایت و او طالبانو پکې تر دې دمه هېڅ راز جګړه او وسله واله نښته نه وه کړې.
































