روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۲۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۵۲۰ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته درې کسان مړه شوي او ۱۵۸ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۴۱۸ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۰ زره او ۷۱۵ ته لوړ شوی دی.
































