په کابل ښار کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پروسس مرکز جوړولو په طرحه د بحث په موخه د اړوند وزارتونو او ادارو ترمنځ غونډه شوې ده. کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې دې غونډه کې کابل ښار کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پروسس او خرڅلاو مرکزونو په جوړېدو او بهرنیو هېوادونو ته یې د لېږد سربېره د کان کیندنې اجازه لیکونو په صادرولو، بازار موندنې، مرکز ته د ډبرو را لېږد او د قیمتي ډبرو د ارزښت او عوایدو په اړه بحث شوی. دې غونډه کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر، د اقتصاد سرپرست وزیر، د کابل ښاروال، د ماليې وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال انجنیر سلطان محمد زبیر، د اقتصادي معاونیت مالي رییس حافظ محمد ګډون کړی وو.
































