د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په ثمر خېلو سیمه کې د ننګرهار وادي کرنیز شرکت پر ۳۵ جریبه ځمکه د کبانو روزنې ۴۷ فارمونه جوړ شوي، چې پکې بېلابېل ډول کبان روزل کېږي. دوی زیاتوي، چې تېر کال یې له دې فارمونو، څه باندې اووه ټنه غوښن کبان بازار ته وړاندې کړي وو، چې سږ کال به دا شمېر نور هم لوړ شي. د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د کبانو روزونکي وايي، په دغو فارمونو کې، درې ډوله کبان روزي، چې ګڼ پېرودونکي یې موندلي دي. د دوی په خبره د دغه ولایت اوبه او هوا د کبانو روزنې او تولید لپاره مناسبه ده، چې له همدې امله ورځ تر بلې دغه ولایت کې د کبانو روزنې صنعت مخ پر غوړېدو دی.
































