د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال د افغان نړۍوال اسلامي پوهنتون د دوکتورا برخې زده کړیالانو سره کتنه کې ویلي، چې په دې وروستیو کې نړۍ د افغانستان د سرپرست حکومت د حاکمیت په درک سره په خپلو څرګندونو کې بدلون راوستی دی. نوموړي ویلي، نږدې راتلونکي کې به له یو شمېر هېوادونو سره سیاسي اړیکې پیل شي. سیاسي مرستیال ډاډ ورکړی، چې سرپرست حکومت د اسلامي اصولو په رڼا کې شته ستونزو ته حل لارې لټوي او له شته سولې او امنیت څخه به د افغانستان د ابادۍ لپاره ښه استفاده وکړي.
































