پاکستان کې د یو کان ښویېدو پېښه کې لږ تر لږه ۱۹ کان کېدونکي مړه شوي دي. راپورونه وایي چې دا پېښه د پاکستان په شمال لویدیځه سیمه د خیبرپښتونخوا په مهمند دره کې د مرمر ډبرو په یو کان کې رامنځته شوې ده. د جیونیوز د راپور له مخې، په دې پېښه کې ۱۹ کسان مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي. راپور د سیمه ییزو چارواکو له قوله ویلي چې ژغورنکې ډلې سیمې ته رسېدلې او تر اوسه یې اووه کارګر ژغورلي دي. چارواکي وایي چې له ۱۵ تر ۲۰ نور کسان لا هم نادرکه دي او ښایي تر ډبرو لاندې وي.
































