د زابل د لرې پرتې میزانې ولسوالۍ د ځینو سیمو اوسېدونکي زده کړو، روغتیا او څښاک پاکو اوبو ته په محدود ډول لاسرسی لري. د دغې ولسوالۍ د مکرک سیمې ځینې اوسېدونکي وايي، د دوامداره وچکالیو او اوبو نه مهارېدو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي. د دوی په خبره، دامهال تر ځمکې لاندې اوبو کچه ۲۵۰ مترو ته ټیټه شوې ده او که د اوبو ذخیروي بندونه جوړ نشي، اړ دي چې له خپلو مېنو کډه شي. خو د زابل د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس وايي، تر ځمکې لاندې اوبو کچه لوړاوي په موخه به ددغه ولایت په هرې ولسوالۍ کې د اوبو یو ذخیروي بند جوړ کړي. د زابل اوسېدونکي چې د ژوند د لګښتونو زياته برخه د کروندګرۍ په وسیله پوره کوي، تېرو وچکاليو يې ژوند اغېزمن کړی دی.
































