امریکا په ایران کې د غني شوو یورانیمو پر لوړه کچه اندېښنه ښودلې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي ایران تر هغه څه لس برابره ډېر یورانیم غني کړي چې په اټومي تړون کې هوکړه ورباندې شوې ده. دده په خبره نړیوالو ته په کار ده چې ایران له دې کار را وګرځوي او دې هدف ته د رسېدو لپاره یوازینۍ لار دا ده چې اروپايي او اسیايي هېوادونه له امریکا سره د ایران ضد بندیزونو لپاره ودرېږي. دده په خبره پر ایران باید لا ډېر بندیزونه وضع شي، دغه هېواد باید خبرو ته اړ شي او د یورانیمو له غني کولو را وګرځول شي. د نړیوالې اټومې انرژۍ ادارې هم ویلي وو چې د ایران د یورانیمو له یوې بټۍ یې لیدنه کړې ده او دوی په تړون کې د شته موادو پر خلاف لس چنده ډېر یورانیم غني کړي دي.
































