د ملي مصالحې عالي شورا د ولسمشر پر لومړي مرستیال د شوي برید د هر اړخیزې پلټنې غوښتنه کړې ده. د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وایي په دغه پېښه کې له بده مرغه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او دا د نه بښلو وړ بشري جنایت دی. دده په خبره په دې اړه باید هر اړخیزه پلټنه وشي او د پېښې اصلي مسوولین باید په ډاګه شي. ډاکټر عبدالله ویلي د سولې په دې حساسو شرایطو کې دغه ډول بریدونه د منلو نه دي او د دښمن د کمزورۍ څرګندونه کوي. تر اوسه ددغه پېښې مسوولیت چا نه دی منلی او وسله والو طالبانو هم ویلي چې پر امرالله صالح په وروستي برید کې هېڅ لاس نه لري. ویل کېږي چې په پېښه کې تر لسو پورې کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي. په وژل شوو او ټپیانو کې تر ډېره ملکي وګړي شامل دي.
































