په هرات کې د زعفرانو حاصلاتو د ټولولو فصل له را رسېدو سره هم مهاله په دغه ولایت کې د زعفران ګل نهم فېسټیوال هم جوړ شو. په دغه فېسټیوال کې د هرات سږني زعفران او ګل یې په سلو غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي. سیمه ييز مسوولین وايي د پردې شاته ځینې لاسونه په عمدي ډول په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان زعفرانو د اعتبار زیانمنولو په موخه هڅې کوي. په داسې حال کې چې هېواد کې د زعفران حاصلات زیات شوي خو د زعفرانو ځینې کروندګر وايي له هېواده د باندې د زعفرانو صادراتو برخه کې ستونزې لاهم جدي ننګونه ده. د دوی په خبره د هېواد بانکي سکتور کې د ستونزو له امله د صادرېدونکو زعفرانو پیسې ترلاسه کولو برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
































