افغان محصلینو ته د بریتانیا د “چیونینګ” په نوم د تحصیلي بورسونو د ورکړې پروګرام بیا له سره پیل شو. د چیونینګ پر وېبپاڼه پرون په یوه بیان کې د ۲۰۲۵م او ۲۰۲۶م کلونو لپاره د دغه تحصیلي پروګرام د بیا پیل خبر ورکړل شوی دی. د بیان لهمخې، د تېر کال پر تله د چیونینګ بورسونو ترلاسه کولو لپاره معیارونه بدل شوي دي. په راپور کې راغلي، چې د دغو بورسونو غوښتونکي باید د افغانستان وګړي او په افغانستان کې وي، چې د چیونینګ بورسونو معیارونه پوره کړي. د بیان لهمخې، افغان متقاضیان د ماسټرۍ په مقطع کې کولی شي د سږکال د نومبر له ۱۴مې د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ تر دویمې نومونه ولیکي.
































