اروزګان کې ځینې بڼوال وايي، د مناسب بازار نشتوالي له امله یې د مڼو حاصلات زیانمن شوي دي. بڼوال وايي په بازار کې د مڼو ټيټو بيو له امله سږني حاصلات یې کړي لګښتونه هم نشي پوره کولی. دوی له اړوندو مسوولینو د مڼو پلور لپاره د مناسب بازار موندلو برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي. خو سیمه ییز مسوولین وايي، د مڼو سږنیو حاصلاتو ته د مناسب بازار موندلو په موخه یې هڅې پیل کړې دي. د اروزګان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې پر ۷۰۲ هکټاره ځمکه باندې د مڼو بڼونه جوړ شوي، چې په کلني ډول ۹ زره ۸۲۸ ټنه د مڼو حاصلات ترې تر لاسه کېږي.
































