افغانستان چې له ډېرې مودې راهیسي د پردیو جګړو ډګر دی او د نړیوالو قوتونو سربېره سیمه ییز ځواکونه هم پکې خپل زور ازمویي، اوس راپورونه وایي چې داعش ډله د افغانستان او مرکزي اسیا د ناامن کولو په موخه په تېزۍ له هند او پاکستانه وسله وال جذبوي. د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، پاکستان او هند چې له ډېرې مودې راهیسي یو بل سره ستونزې لري؛ هڅه کوي په افغانستان کې د یو بل ګټې له ګواښ سره مخ کړي نو په همدې موخه غواړي په یو ډول نه یو ډول خپل اهداف تعقیب کړي. راپور کې په کابل کې د سیک لږکیو پر عبادتځای د هندي وګړي ځانمرګي برید او دغه راز د افغان ځواکونو له لوري د داعش ډلې د یو پاکستاني قومندان اسلام فاروقي نیول کېدو ته په اشارې ویل شوي، پاکستان له ډېرې مودې راهیسي خو هند په دې وروستیو کې افغانستان کې له ترهګرو ډلو ملاتړ پیل کړی او د دواړو هېوادونو دې سیاست د افغانستان د امنیت سربېره د هند او پاکستان پر باور هم منفي اغېز پرېستلی دی. راپور کې وړاندي راغلي، که څه هم پاکستان او هند اوسمهال له داعش ډلې ملاتړ کوي خو په راتلونکې کې به دواړه هېوادونه ترې ښه ورځ ونه ویني. راپور کې د طالبانو او پاکستان مناسباتو ته په اشارې راغلي، په وروستیو کې طالبانو وار تر مخه له دوی سره د پاکستان د اړیکو پر څرنګوالي نیوکې کړې او ویلي یې دي چې طالبان له ټولو سیمهییزو او نړیوالو همګټو هېوادونو سره اړیکو ته لېواله دي. راپور کاږي، که چېرته هندوستان له طالبانو سره اړیکې عادي کړي نو پاکستان به په خوله وولي، ځکه طالبان اوس پر پاکستان ډېره تکیه نه کوي او نه غواړي یاد هېواد یې نور رسوا او د ځان د ګټو لپاره ولوبوي. د راپور وروستۍ برخه کې راغلي، د طالبانو سیاسي واک ډېرېدو ته په کتو ښایي پاکستان ډېر ژر دا ډله د ځان لپاره د یو ګواښ په توګه اعلان کړي، همدا لامل دی چې هڅه کوي داعش ډله پیاوړې کړي څو له اوامرو د سرغړونې په صورت کې یې د طالبانو پر ضد وکاروي.
































