د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په شمالي کارولینا ایالت کې د خپلو پلویانو غونډې ته د خبرو پر مهال؛ ځان یو ځل بیا د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی بللی دی. نوموړي پر خپل سیال ټیم ملنډې وهلې دي او زیاته کړې یې ده، شرم دی چې کاملا هریس د امریکایي ولسمشر لومړۍ مرستیاله وي، د هغې بریالي کېدل امریکا ته توهین دی. ټرمپ د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، کاملا د هیچا نه خوښېږي او هیڅوک نه غواړي چې هغه یې د ولسمشر لومړۍ مرستیاله وي. نوموړي دغه راز ویلي، که چېرته ډیموکراټان واک ته ورسېږي نو د امریکا اقتصاد به فلج او دا بریالی هېواد به د تاریخ تر ټولو ستره ماتې تجربه کړي.
































