د هلمند ولایت د سنديزې فرعي حوزې رياست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په باغران ولسوالۍ کې د باراني اوبو زېرمه کولوپه موخه په ۴ میلیونه او۱۰۰زره افغانیو د یوه چکډېم د جوړېدو چارې پیل شوې دي. یاد رياست په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه چکډېم د ۸۵۰۰ متره مکعب اوبو زېرمهکولو ظرفیت په درلودلو سره، ۹۵ متره اوږدوالي او پنځه متره ژوروالي سره جوړېږي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد چکډېم د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي لګښت جوړېږي. خبرپاڼه کاږي د دغه چکډېم په رغېدو سره به په یاده سیمه کي د باران اوبه مهار د ځمکې لاندې اوبه به ډېره شي، د ځمکوالو او مالدارانو د مالونو لپاره د اوبو چمتو کولو ستونزه به هم هواره کړي.
































