په داسې حال کې چې د امریکا ډېری ښارونه د بې عدالتۍ او توکمپالنې ضد اعتراضونو پر سر اخیستي او ټرمپ د قهرجنو لاریونوالو د غوسې په اور کې سوځي؛ ویل کېږي چې ټرمپ د سولې نړیوالې جایزې ته نوماند شوی دی. فاکس نیوز نن د یو خبر په خپرولو سره ادعا کړې ده چې ټرمپ د اسراییل او اماراتو ترمنځ د منځګړیتوب له امله د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د سولې نوبل جایزې ته نومول شوی دی. راپور کې د ناروې د پارلمان غړي کریسټین ټیبرینګ جید له قوله راغلي، ټرمپ په دې بېسارې اقدام سره د یادې جایزې مستحق دی.
































